
ایکنا نیوز د الوطن په حواله راپور راکړی، د « تلاوت حکومت » پروګرام له لورې د الحصري په اړه ځانګړی راپور د مصر د مشهورې هنرمندې او رسنیزې څېرې اسعاد یونس په اجرا خپور شو.
په دغه راپور کې راغلي: الحصري د مصر د «شبرا النمله» کلي کې په غربیه ولایت کې زېږېدلی و.
هغه په ۱۰ کلنۍ کې ټول قرآن حفظ کړی و.نوم «الحصري» یې د خپل پلار له مسلک (حصیربافي) څخه اخېستی.
د هغه قرآني سفر د «سیدي احمد البدوي» په قرآني مرکز کې په طنطا کې پیل شو، تر دې چې په ۱۹۴۴ کال کې د مصر راډیو ته وارد شو او له لارې ئې د قرائت، مراجعت او تصحیح د خدمت کړکئ پرانیستل شوه.
د هغه تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د قرآن مرتل بشپړ ثبت دی، چې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۶۱ کال د سپتمبر په ۱۸مه دوشنبه خپور شو.
راپور زیاتوي:دغه ستر خدمت د مصر له اړخه نړۍ ته یوه ډالۍ وه؛ ځکه د شیخ الحصري قرآن مرتل ۴۴ زره نسخې په CD بڼه تکثیر او د نړۍ پلازمېنو ته، او همدارنګه یونسکو او د امریکا کانګرس ته ولېږدول شوې.
د یادونې وړ ده چې د « تلاوت حکومت » د مصر د ترټولو سترې قرآني استعدادموندنې د سیالۍ لپاره ځانګړی شوی پروګرام دی، چې د مصر د اوقاف وزارت او د «المتحده» رسنیزو خدماتو شرکت په ګډه تولید کړی. موخه ئې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ځانګړي او ممتاز تلاوت لرونکي استعدادونو پېژندل دي
دغه پروګرام د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۴مه، د جمعې په ورځ، د الحیاة، CBC، الناس، د مصر قرآن کریم او د «watch it» پلیڼ فورم له لارې خپرېدل پیل کړي دي.
د ګډونوالو ارزونه په څو پړاوونو کې ترسره شوې او ۳۲ تنه د وروستیو مرحلو لپاره غوره شوي چې د مصر د اوقاف وزارت د علمي تخصصي کمېټې تر څار لاندې سیالي کوي. د دې کمېټې مشري د اوقاف وزیر اسامه الازهري کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4316944